حقاني: د مالیزیا له هغه تجربو چې زموږ له جغرافیې او تاریخ سره سمې وي ګټه واخلو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، دوی به د مالیزیا له هغو تجربو چې د افغانستان له جرافیې او تاریخ سره سمې وي ګټه واخلي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع جمعه د غوايي ۷ مه د مالیزیا د لومړي وزیر د مرستیالې په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.

حقاني په دغه لیدنه کې ویلي: الحمد الله افغانان اوس خپل هېواد د خپلواکۍ څښتنان دي، سوله راغلې او د افغانانو تر منځ یووالی ټینګ شوی دی.

هغه زیاته کړې: موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی یو، مالیزیا یو پرمختللی اسلامی هېواد دی او له هغه تجربو به یې ګټه واخلو چې زموږ له جغرافیې او تاریخ سره سمون ولري.

په ورته وخت کې د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیالې مېرمن داتو شازلینا د سرایبري امنیت او ډیجیټل جرایمو په اړه د مالیزیا د وړتیاوو او هڅو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې خپلې تجربې به د افغانستان له موجوده نظام سره شریکې کړي.

په دغه لیدنه کې د دواړو لورو د کورنیو چارو وزارتونو تر منځ د نشه يي توکو سره مبارزې، د پولیسو د زده کړو او تجربو او همکاریو د شریکولو په اړه خبرې اترې وشوې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .